- 1 -
امام مهدي ناصر محمد یماني
۱۰ – رجب – ۱۴۴۱ هـ
05 - 03 - 2020
د غرمې ۱۲:۵۱ بجې
(د ام القری د رسمي تقویم مطابق)

[ د بیان اصلي پوسټ ته د لینک تعقیبولو لپاره ]
https://nasser-alyamani.org/showthread.php?p=324206
_____________




د کرونا وایرس دالله دلوی عذاب څخه بغیر ددادنی (کوچنيو) عذابونو له جملې څخه یوعذاب دی اوالله تعالی ددې لپاره رالیږلی دی چې دوی(انسانان)حق طرفته رجوع وکړي..


بسم الله الرحمن الرحیم او په هر وخت او هرځای کې دې دالله جل جلاله درودونه وي دهغه په انبیاوو او د هغه پر اولیاوو باندې په هغوی باندې به نه دعذاب ویره وي او نه به دوی غمجن وي، نو څومره چې موږ د مسلمانانو مشرانو پریکړه کوونکوته په ځانګړې توګه اوټولوکفارو ته په عمومي ډول نصیحت وکړ او هغه کسانوته چې معرضین(مخ ګرځوونکي) دي مګر دوی نصیحت خوښوونکي (منونکي) نه دي او په هر حال کاذبینو(درواغجنو) دالله تعالی خبرې درواغ جنې وګڼلی برابره خبره ده که هغه کافران دي یا مشرکین اویا هم مسلمانان مګر هغه څوک چې له دوی څخه زمارب ورباندې خپل خصوص رحم وکړي او هغه په ​​​​خپل ایمان کې ښه والی ترلاسه کړی. او زه ستاسو معامله هغه الله ج ته سپارم چې هغه قادر مطلق دی اوزه یې په ټوله نړۍ کې په خپل قوت اوځواک سره خپل خلیفه ګرځولی یم تصدیقالقوله تعالی: { فَذَرْنِي وَمَن يُكَذِّبُ بِهَٰذَا الْحَدِيثِ ۖ سَنَسْتَدْرِجُهُم مِّنْ حَيْثُ لَا يَعْلَمُونَ ﴿٤٤﴾ وَأُمْلِي لَهُمْ ۚ إِنَّ كَيْدِي مَتِينٌ ﴿٤٥﴾ } صدق الله العظيم [القلم].

او هاغه دی هغه تاسې دخپلو کوچنیو پوځیانو په مقابل کې چلینج (وننګولی) چې په عادي سترګو نه لیدل کیږي، نو د نړۍ لوی او کوچني هیوادونه یی ولړزول او دا یواځې یو انساني ویروس دی چې تاسو په هغه باندې دپوهې احاطه نلرۍ چې له کوم ځای څخه الله ج دخپلو کوچنیو لښکریانوپه توسط جنګ درباندې شروع کړی نو ستاسوټول دانساني طب پوهان (ډاکټران) په دې کوچني ویروس سره الله تعالی وننګولی نوهیڅ کله به دوی ونتوانیږي اونه به وتوانیدای شي چې ددې مرض لپاره واکسین اویاددغې مرض ضد درمل ومومي لکه څنګه چې دوی ادعا کوي.

هر هغه څه چې دوی یې اعلانوي، اجازه مه ورکوئ چې تاسو ګمراه کړي! په الله قسم، دوی په حقیقت کې درواغجن دي (که څه هم داد الله د پټو لښکریانو دجملې څخه یو کوچنی ژوندی مخلوق دی) اوهم که چیرته ټول انسانان اوډاکټران ورته راټول شي؛ اوکه له دوی څخه ځینې یو د بل ملاتړي اومرستندوی هم شي نو دوی یی مخنیوی نه شي کولی او نه به یې هیڅکله وکړي ددې لپاره چې الله تاسوته دروښایی چې تاسو ددې ویروس په ​​​​اړه هیڅ معلومات نلرئ بغیر له هغه معلوماتو چې الله یی وغواړي (دهغه اراده وي) هغه پاک ذات دی. خو تاسو ملحدان ياست او تاسو به دالله دناپېژندل شوي سرتيري (کرونا ويروس) له فريب څخه داسې ډک چلند ووينئ چې ستاسوبه ګمان هم نه وي او الله ج به مو په خپل هوښيار(لښکري) اوپه پټه طريقه ددې ناروغۍ ښکارکړي ددې لپاره چې ستاسو په مشرانو(حکومتي چارواکو) کې یی هر چا ته الله وغواړي دسترګوپه رپ کې به ورته ورسېږي.، او زه ګورم چې د روغتیا نړیوال سازمان لاهم دغه ناروغي یوه نړیواله وباء نه ګڼي! ترڅو چې په خپل ګمان سره به يې کنټرول کړي په یقیني توګه دوی درواغجن دي، نو څنګه به د الله عذاب کنټرول کړي؟!

خو زه امام مهدي ناصر محمد یمانی علیه السلام چې د نړۍ پر مخ د الله جل جلاله خلیفه یم زه تاسو ته په حقه فتواه درکوم چې دا یوازې یوه نړیواله وبا نه ده، بلکې یو نړیوال عذاب دی، ځکه چې دا دالله دادنی عذابونو له سلسلې څخه یوکوچنی عذاب دی پرته له هغه لوی عذاب څخه ددې لپاره چې تاسو حق طرفته بیرته راوګرځئ، نو یقینا په لومړي سر کې به یی مرګونه لږ وي، مګر اخته کسان به په میلیونونو کې وي او ډیری خلک به لاخبر هم نه وي چې دوی په دغه ناروغۍ اخته دي، او داد الله پاک له طرفه یوه دسیسه (چال) دی تر هغه پورې چې دوی ته دغه مرض ورسیږي. اوهغه نور خلک هم چې ځانونه د تنفسي سیسټم له سخت عذاب څخه خوندي ګڼي پرې اخته شي نود هوا تنفس به دهغوی لپاره په تدریجي ډول تنګیږي لکه څنګه چې یوڅوک ​​​​اسمان طرفته ته پورته کیږي ترهغوپورې چې د هغوی دتنفسي سیسټم لارې وربندي کړي اوورپوې ونښلي. نو الله ج به څنګه دنړۍ متکبران نه پرې اخته کوي ځکه چې هغوی ډیر مستحق دي چې پرې اخته شي؟ اوداهغه کسان دي چې د خپل رب له ذکر څخه یی مخ اړولی ښايي بېرته راوګرځي اود هغه په ​​وسيله به له دوی څخه ځیني چې الله یی دهلاکت اراده کړي وي دمینځه یوسې ترڅود نړۍ لپاره د عبرت او نصیحت سبب وګرځي ، شاید دوی خپل رب ته دعاجزۍاودعاپه واسطه بیرته راستانه شي ترڅوچې هغه(الله ج). له دوی څخه دغه عذاب لیرې کړی، او دوی له الله ج سره خپله ژمنه چې د هغه د کتاب قرآن عظیم پیروي به کوي پوره کړي، او دوی دالله ج څخه ددوی او ددوی د زړونو ترمنځ د ثبات غوښتنه وکړي، نو دوی به دالله څخه هیله اوامید پیداکړي ترڅو چې الله به ددوی زړونه د هغه څه په پوره کولو کې ټینګ کړي چې دوی یې له هغه (الله ج) سره وعده کړې وي نوالله ج به دوی له عذابه خلاص کړي او له دوی څخه به یې لیرې کړي ترڅو دوی د هغه د لوی کتاب قرآن پیروي وکړي اودهدایت موندونکو څخه وګرځي.
او هغه څه چې زه یی غواړم چې خپل بیان پرې پای ته ورسوم هغه داچې دالله ج لخوا په خپل پریکړه کونکي کتاب کې د سینې د ناروغۍ له امله د هغه د عذاب د نصیحت په ترڅ کې فرمایی چې: تصدیقا لقوله تعالی:
{ يَا أَيُّهَا النَّاسُ قَدْ جَاءَتْكُم مَّوْعِظَةٌ مِّن رَّبِّكُمْ وَشِفَاءٌ لِّمَا فِي الصُّدُورِ وَهُدًى وَرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِينَ ﴿٥٧﴾ } صدق الله العظیم یونس
او زه پوهیږم چې دا مرض د خلکو لپاره لوی عذاب، درد او ویره ده، ترڅو چې توبه وباسي، نو دوی به یواځې دیوالله عبادت کوي چې هیڅ شریک نلري، او دوی به له لویو ګناهونو، ظلمونو او کفرونو څخه توبه وباسي، که هغه ښکاره ګناهونه وي او یاپټ ګناهونه وي اواودس به کوي بشپړ ډول اودس اودیو الله تعالی عبادت به کوي چې هیڅ شریک نه لري نو له الله ج سره به بل هیڅ څوک شریک نه بولي او په یقین سره به دوی وپوهېږي چې دا یونړیوال عذاب دی . دالله ج له طرف څخه په فریب (چل) کې دهغه پټ لښکري دی، هغه یو او قادر دی، او دا یوازې یوه وبا نه ده لکه څنګه چې تاسویی ادعاء کوئ، هلاکت دی' هلاکت دی او زرده چې تاسو به یی په عواقبو باندې پوه شئ، نو له الله ج له عذاب څخه د هغه لورې ته وتښتئ چې زه تاسو ته د هغه له لوري ښکاره خبرداری درکوونکی یم. او د هغه کورونه (مسجدونه) له هغه چا څخه مه تړئ چې خپل رب ته وتښتي ترڅو چې یواځې دخپل رب لپاره لمونځ قایم کړي، اود هغه سره هیڅ شی شریک نکړي او دا چې جوماتونه د الله لپاره دي، نو له الله سره بل څوک راونه بولئ او څوک چې دالله کورونو ته د عبادت لپاره ننوځي. نو دهغه رب به هرورمرو هغه د ساه بندۍ له ویروس څخه په امن کې وساتي که څه هم په هغه کورونا اخته خلک چې الله طرف ته تښتي اوجوماتونو ته داخلیږي دهغوی سره داخل شئ، دا به هغو صالحو بندګانو ته هیڅکله ونه رسیږي چې ایمان یې راوړی وي او په خپل رب یې توکل کړی وي، نو په الله توکل وکړئ که تاسو په حقه مومنان یاست.
او پوه شئ چې د کرونا ویروس یو نوی عذاب دی چې ډیر سخت دی، د سینو ناروغي یوه تدریجي ناروغي ده او د هغه چا روح پرې کوي چې الله یی وغواړي، او څوک چې ترې روغ شي نوهغه دې په دې باندې پوه شي چې دا دډاکټرانو له امله نه دی روغ شوی بلکه د الله جل جلاله ارحم الراحمین ذات دطرف څخه دهغه درحمت ددعاء له امله روغ شوی دی نودا باید ددوی لپاره دالله ج دعذاب لپاره درملنه ونه موندل شي ځکه چې دا هغه ابتلاءاوازمیښت (آزموینه) نه ده کومه چې ستاسو په سینه کې چاڼ کوي اودګناهونو دریژیدلو سبب ګرځي ، بلکه دا یو عذاب دی چې ستاسو دجملې څخه یی چاته الله ج داخته اراده وکړي نواخته به یی کړي شاید بیرته الله طرفته رجوع وکړي اوالله طرفته راوګرځي او ستاسو څخه به ځینې دساه لنډۍ په عذاب سره مړ ه کړي.

دا هغه څه دي چې تاسو ورته (کرونا) وایاست او دادډیرو خلکو لپاره دادنی عذاب څخه پرته بل څه ندي ترڅو دوی بیرته حق طرفته راشي او خپل رب ته دعاء وکړي نو هغه به له دوی څخه دغه بد عذاب لیرې کړي او دوی به د خپل رب دحق کتاب قران عظیم الشان پیروي وکړي.

اودامام حسن اوحسین رضی الله. عنهما دقبر خاوروته سجده کوونکو څخه به هیڅکله دالله دغه عذاب لیرې کیدای نشي اونه به هیڅکله ترې په راتلو نکي کې خلاص شي ځکه چې ددې لپاره الله ج په خپل کتاب کې هیڅ دلیل نه دی نازل کړی چې ، نه په قرآن کې او نه دخپل رب له لوري د حقیقي توضیحي بیان په سنتو کې، په حقیقت کې دوی دا د خپل ځان څخه ایجاد کړی او نه به د قبرونو خاوندان ددوی دعا واوري د ضرراوتکلیف دلیرې لپاره! او كه دعاء يې وكړه نو هيڅ ځواب به ورنكړى او د قيامت په ورځ به د دوى په شرك باندې كفر اوانکار وكړي اوددوى پر ضد به وي، نو مونږ تاسو ته څومره خبرداري دركړل او تاسو ته موڅومره نصيحتونه وكړل چې له الله ج سره هیڅ څوک هم مه رابلئ، خو له بده مرغه! چې دوی ډیری انسانان په الله تعالی باندې ایمان نه راوړي مګر سره دشرکه او په دې توګه موږ ددوی (کفارو) او هغه چاته چې د مسلمانانو په هیوادونو او نوره نړۍ کې ددوی پیروي کوونکي دي د الله له ادنی عذاب څخه خبرداری ورکړ. اوهمدارنګه مو دوی ته دالله ج دنورو نښانونو (عذابونو) دراتلو خبرداری هم ورکړ تر څو چې دهغه لوی عذاب څخه خپل ځانونه بچ کړي کوم چې دهغو کسانوپه سرونوباندې به سیوری وکړي چې په خپلو هیوادونو کې یې سرغړونې کړي او په خپلو خلکو یې ناحقه ظلم کړی او په ځمکه کې یې فساد ډیر کړی، ځکه چې ستا رب د دوی په لټه کې دی.

موږ دوی ته د اسماني لویی ډبرې په ځمکه باندې دلګیدو له عذاب څخه هم خبرداری ورکوو، چې د امریکا په متحدو ایالتونو کې به د اتلانتیک بحر تر شا لوېدیځې غاړې ته د زلزلې په څیر ځمکه ولړزوي، اودوړه اوګرد به یی دټولې نړۍ فضاء ګردجنه اوخپره به شي اونړۍ هرکونج ته به ورسیږي اوزرده چې تاسې ته به درمعلومه شي (پوه به شئ) چې مونږ ريښتنې یو که الله غوښتي وه اوهمدارنګه که موپه دې پنداونصیحت وانخیست نو ددې نه وروسته به دسقر(جهنم سیاره)راځي نودالله ج څخه وډارشئ ای دعقل خواوندانو!
اودالله په کتاب کې دمسلمانانو دلومړۍ قبلې مبارک مسجد اقصی کې دیهودو ددوهم ځلي فسادنیټه راورسیده خبردار! دالله په وړاندې داقصی دجومات اودمسجدحرام(بیت الله شریف) حرمت اوعزت یوشان دی ای دالله دکور پلورنکووبه نه مومئ دالله نه بغیر نه کوم دوست اونه کوم بچ کوونکی (ساتونکی) دهغه دعذاب څخه اوزرده چې په دنیا اواخرت دواړو کې به تاوانی ذلیل رسوا اوشرمنده شئ اوهمدغه ښکاره تاوان اوناکامي ده اوزه درته ريښتنی پند درکوونکی اونصیحت کوونکی یم اومرګ درته په داسې حال کې راغی چې تاسې اعراض کوونکی (مخ اړوونکی) یی یاالله! ته ګواه اوسه مادوی ته ستا پیغام ورسوو اوسلام دې وي پرټولو رسولانو اوستاینه ده دټولې نړۍ پالونکی رب دپاره..

د الله جل جلاله خلیفه امام مهدي ناصر محمد یماني.

لخوا ژباړه : Alansari mukhlis

______________